دَ زړۂ فرياد

ووايم زړۂ مې کوم کوم رنګه سلسلې وليدې

دَ عشق پهٔ نوم چې دَ هوس مې نظارې وليدې


دَ خواهشاتو مې دَ نفس پهٔ زړۂ سورلي وليده

دَدې جواز کښې دَ مفتيانو مې فتوې وليدې


دَ زړۂ چې سوز ؤ هغه ختم شو پهٔ ورو ورو باندې

خو مې پهٔ شونډو دَ سوز ډېرې تماشې وليدې


ګند دَ دنيا دَ محبت خو ورځ پهٔ ورځ زياتيږي

اؤ دَ اصلاح مې دَ فکرونو جنازې وليدې


خانقاه جمات دَ مدرسې دَ يو والي شبؔيره

دَ خپلو خلقو پهٔ لاس ما ددوی ټکړې وليدې