نعت شريف


پهٔ زړهٔ کښې مينه دَ نبي دې وي عمل پهٔ سنت

چې دا دَ خدائے دپاره وي دَ بل څهٔ نشته حاجت


چې دے لهٔ ټولونازولے زيات نو پوه شئ پهٔ دې

پهٔ سنتونو دَ هغهٔ تلل دے محبوب حالت


ګفت دے دَ خدائے وَ رفعنا لک ذکرک کتاب کښې

بيا پهٔ شان څنګه دَ هغهٔ کولے څوک شي حيرت


تاسو ته دَ ځان نه دې نزدې شمه آقا وئېلي

قربان زهٔ ولې نهٔ کړم ځان پهٔ هغهٔ اؤ غېرت


پهٔ لار دنيا کښې دَ محبوب خپل روان نهٔ شم ولې

پهٔ کوم چې ما جوړوي خپل محبوب رب العزت


شبؔيره کله توان دَ ليک لرم دَ نعت دَ هغهٔ

بس رسوم زهٔ پهٔ دې باندې خپل زړګي ته راحت