چې پهٔ لاره دَ وفا کوم شهيدان دي
دا بېشکه پهٔ الله باندې ډېر ګران دي
چې شهيد شw دَ الله لار کښې مړ نهٔ دے
ناقابله لهٔ ليدو ئې ستا چشمان دي
وئېل څهٔ چې دا ګمان هم کله مه کړه
چې دا مړه دي دا خو زنده جاويدان دي
پهٔ تکليف اؤ مشکلاتو تا ازمائې
صبر شکر دا دوه لارې دَ احسان دي
مېلمستيا به دَ غفور و دَ رحيم وي
پهٔ جنت کښې به دَ عيش هر يو سامان وي
اناّ لله چې چا ووې پهٔ تکليف کښې
رب شناس دي بچ کېدونکي لهٔ شېطان دي
چې اناّ اليه راجعون ووائې
دَ رحمت دَ سیوري لاندې دَ رحمان دي
رحمت خاص دَدوی پهٔ لور متوجه شي
ستوري دوی دَ هدايت بيا پهٔ اسمان دي
دغه لار دَ هدايت ده اے شبؔيره
نازولي دَ الله پهٔ دې روان دي