ښځه


ښځه توب کهٔ ښځه کله هم تسليم کړي

نو فطرت خپل ورته هر څهٔ به تعليم کړي


خدائے چې څنګه پهٔ حکمت خپل څوک جوړ کړي

هغه ښهٔ دي هر څهٔ ښهٔ چې رب کريم کړي


پهٔ سړو کښې سړي توب ښکلے صفت دے

کهٔ دا نهٔ وي پهٔ سړي کښې سړے نيم کړي


دغه شان نسوانيت دَ ښځو شان دے

کمے دې کښې لارې بندې دَ تفهيم کړي


دَ سړو کار کښې سړي نه مخکښې څنګه

ښځه تلے شي کهٔ ځان مړ ه هم پهٔ دې سکيم کړي


دغه شان دَ ښځو کار کښې دې سړي هم

نه راځي بلکې کارونه دې تقسيم کړي


دې دپاره تزکيه دَ نفس پکار ده

ورسره شبؔيره قلب چې څوک سليم کړي