اهل بيت چې دي ټول پاک دي دَ نبي دَ زړۂ ټکړې دي
دوی منسوب دي پاک نبي ته دا دَ مينې سلسلې دي
فاطمه بي بي سرداره دَ جنت دَ پاکو ښځو
پهٔ مولاهُ کښې مولا علی حيدر ته اشارې دي
سيدا شبابِ اهل جنة څوک دي؟ سوچ پرې وکړیٔ
حسنين کريمين دي دوی بچي دَ فاطمې دي
کهٔ دَ اهلِ بيت دَ مينې قائل څوک رافضي بولي
شافعي رافضي ځان ته وائی بيا څهٔ پهٔ دې کښې دي
دَ يزيد مينه دښمن تا دَ حسين دَ مينې نهٔ کړي
کهٔ دا وي دَ نواصب بيا ستا پهٔ سر بلې ډيوې دي
شبؔير کله هېروے شي دَ شبؔير سجده دَ مرګ وخت
دا معراج دَ قربانۍ ؤ اؤ دَ حق دا معرکې دي