ډک کړه خپل زړګے لهٔ اهل بيت دَ محبت ګله
ستوري دغه ټول دي پهٔ اسمان چې دَ عزت ګله
غواړي نبي مينه دوی سره پهٔ خپله مينه چې
څنګه شي بيا پاتې دَدې کار نه ئې امت ګله
حکم دے امت ته چې دَ دوی سره تعلق لري
څنګه امامانو ئې وکړو متابعت ګله
تهٔ کهٔ تردد لرې پهٔ زړۂ کښې څهٔ پهٔ دې باندې
ولوله حديث پاک پهٔ باره کښې دَ عترت ګله
مينه دَ دَ علي ، حسن ،حسين آؤ فاطمې چې ده
زړۂ کښې کهٔٔ لرې نو دغه ستا دے سعادت ګله
دوی صحابه هم دي اؤ دَدوی حب کښې شامل هم دي
ونهٔ کړې هېڅکله تهٔ دَدوی مخالفت ګله
دا دَ شيعه ګانو امامان نهٔ دي زمونږه دي
هېر نهٔ کړې جذباتو کښې هېڅکله حقيقت ګله
مونږه دوی پسې يو اے شبؔيره دوی زمونږه دي
رادې نشي زړۂ ته څه پهٔ دې باندې حېرت ګله