دَ امام شافعي عجيبه اشعار



تاريخي دي څو اشعار دَ شافعي

کړي پهٔ حب دَ اهل بېتو ګواهي


کهٔ دا حب دَ اهل بيت رفض څوک بولي

ثقلين دي شي ګواه يم رافضي


پهٔ ښهٔ څيز کښې پهٔ ښه لار کښې شرم نشته

شرم نهٔ کړي بيا پهٔ دې کښې چې پوه شي


اهل بيت دَ زړهٔ ټکړې دَ پاک رسول دي

صحابه دَ پاک رسول ملګري دي


زمونږ مياندې هم لري نسبت اوچت ډېر

مؤمن څنګه به ادب ئې نه کوي


نسبتونه محترم دَ پاک رسول دي

ټول شبؔيره ولې دا څوک نهٔ مني