ياديږي مې نن بيا ښکلے دلبر دَ مدينې
شفيع دَ کل امت نبي سرور دَ مدينې
ياديږي مې نن بيا هغه پيکر دَ محبت
دَ زړونو پهٔ دنيا باندې افسر دَ مدينې
بيا ناست وے دَ چترو دَ لاندې مسجد نبوي کښې
اؤ شين ګمبت زما وے پهٔ نظر دَ مدينې
وےناست پهٔ قدمونو دَ آقا کښې پهٔ ادب زۂ
پهٔ زړۂ باندې مې سور دے دا منظر دَ مدينې
اے کاش چې مې پوره دغه ارمان شوے اے شبؔيره
روان چې شمه بيا زۂ پهٔ سفر دَ مدينې