نعت ليکل ولې مشکل دي
دا پهٔ توره باندې تلل دي
کهٔ مقام ئې نور اوچت کړې
نو دَ حد نه مخکښې تلل دي
اؤ کهٔٔ کم شي لهٔ خپل ځائے نه
نو لهٔ ځائے راغورزېدل دي
پهٔ نېک نيت ځان بيا لهٔ دې نه
هر حالت کښې بچ کول دي
دَ صديق سنت شبؔيره
خاموشي بيا خپلول دي
نعت ليکل ولې مشکل دي
دا پهٔ توره باندې تلل دي
کهٔ مقام ئې نور اوچت کړې
نو دَ حد نه مخکښې تلل دي
اؤ کهٔٔ کم شي لهٔ خپل ځائے نه
نو لهٔ ځائے راغورزېدل دي
پهٔ نېک نيت ځان بيا لهٔ دې نه
هر حالت کښې بچ کول دي
دَ صديق سنت شبؔيره
خاموشي بيا خپلول دي