نعت ليکل



نعت ليکل غواړي زما زړۂ خو دا ليکم به څنګه

دا خو پهٔ توره باندې تلل دي پرې ورځم به څنګه


يو طرف زړۂ دے پهٔ ټوپونو ، بل طرف ادب دے

دَدوی پهٔ مينځ کښې مې زړګےدے دا ساتم به څنګه


زړۂ خو دا غواړي چې دا هر څهٔ خپل فرياد کښې پيش کړم

خو خپل اعمال دي زما مخکښې، مخکښې ځم به څنګه


دا مې ارمان دے پهٔ دربار کښې دا خپل زړۂ پيش کړمه

غواړمه ډېر څهٔ هغه وخت کښې دا غواړم به څنګه


ما دې الله زما دَ دغې در غلام جوړ کړي

زۂ شبؔير بل څهٔ پهٔ دې خولهٔ باندې راؤړم به څنګه