ستا دَ حسن ثاني نشته هم عالي دے ستا نسب
رحمة اللعالمين دے پهٔ قران کښې ستا لقب
ستا هر يو نسبت الله ته ډېر محبوب دے، ده ظاهره
دے لازم ځکه پهٔ ما باندې دَ هر نسبت ادب
الله ډېر زيات مهربان دے پهٔ امت دَ ستا ، دا ښکاري
چې ته ئې دَدې بې شکه يقيناً اصلي سبب
ورځ اؤ شپهٔ زۂ پهٔ تا باندې بس درود و سلام وایم
دے راکړے حکم ماته پهٔ قران کښې دَدې رب
ته شفيع دَ ګنهګارو يې ، مونږ ستا پهٔ طفيل سوال کړو
چې الله زمونږ نه لرې پهٔ خپل فضل کړي غضب
شه نصيب شبؔير حقير ته مرقد ستا دَ قدمونو
دا دعا ستا پهٔ طفيل کړم لهٔ الله نه روز و شب