لمحهٔ شکر


خدائے توفيق راکړلو بيا دَ نعت ليکلو

اطمينان راته پهٔ دې ډېر نصيب شولو


خپل نظر کښې زۂ نن نور وغورزېدمه

چې ئې ځائے دَ نعت خوانانانو بيا راکړلو


چرته خاورې زۂ پهٔ سر چرته دا پاک ځائے

شو نصيب مې دغه ځائے بيا دَ راتللو


اوس درود به ورته بيا بيا زۂ لېږمه

نعت خوانانو کښې پهٔ نوم شاملېدلو


پهٔ قدمونو کښې ئې دې ځائے زما نصيب شي

شبؔير څوک دې منع نهٔ کړي لهٔ غوښتلو