څنګه زۂ دَ رسول وکړم تعريفونه
کافي دې دپاره نهٔ دي مې شعرونه
الله څه نهٔ دي ورکړي پاک رسول ته
بيان څنګه ئې شم کولے صفتونه
خدائے نه پس هستي اوچته دَ هغهٔ ده
دَ قران پهٔ دې ګواه دي آيتونه
نبي څنګه دے زمونږ اؤ مونږ يو څنګه
څهٔ کوم به دَ خپل ځان شکايتونه
نقل مونږه دَ بل چا به کوو څنګه ؟
پهٔ دې باندې لرم ډېر زۂ حېرتونه
دَ هغهٔ هر يو سنت خدائے ته محبوب دے
پهٔ خپل ځان کښې راولم دا سنتونه
دَ خدائے ذکر سره دے دَ هغهٔ ذکر
ګواه دې باندې قدسي دي حديثونه
دَ خُلقِ عظيم مالک بللے کيږي
لهٔ قران ثابت دي دا حقيقتونه
چې روان پهٔ طريقه دَ پاک رسول وي
صادقين دي ځیٔ چې دوی پسې مونږ ځونه
اؤ پهٔ اذن دَ الله شفيع اعظم دے
زړۂ مې غواړي چې خبر کړم جهانونه
اے شبؔيره ده دَ ځان سره ښېګړه
پهٔ نبي استوه ډېر ډېر سلامونه