وخت پهٔ وخت چې لهٔ مونږ کيږي ګناهونه
دَ ښهٔ والي دعویٰ څنګه به کوونه
نفس شېطان کله چې مونږ سره موجود دے
لهٔ دوی څنګه يو لمحه مونږ غافل شونه
شېطان څنګه پهٔ يو کار باندې مردود شو
پکار نهٔ ئې شو ډېر زيات عبادتونه
کهٔ عمر ګمان پهٔ ځان دَ منافق کړي
مونږ دې سوچ وکړو چې مونږه څنګه يونه
غافلان يو اؤ قانون دَ خدائے واضح دے
سوچ پرې وکړو لهٔ غفلت ځان اوباسونه
پيروي دَ صحابه پهٔ هر يو حال کښې
وکړو ، ځان مونږ غلامان ئې وګڼونه
پهٔ طفيل دَ هغوی مونږ دې خدائے معاف کړي
دَ شبؔير دې خدائے کړي ټيک اوس حرکتونه