زړۂ مې مدينې دَ شين ګمبت پهٔ لوري تلے دے
نشته دے سينه کښې څهٔ به ئې وينې الوتلے دے
وايمه سلام پهٔ هغهٔ ، زړۂ کښې هغه ياد لرم
هم درود پهٔ ژبه کېفيت زما ډېر ښکلے دے
رب دپاره زۂ ئې اتباع کوم پهٔ مينه چې
امر دَ خدائے پاک قران کښې دغه شان راغلے دے
وي درود سلام دې پهٔ هغهٔ دَ شمار نه زيات همېش
زړۂ مونږ دَ هغهٔ سره هر وخت چې اوس تړلے دے
مونږ دې اتباع دَ هغهٔ وکړو چې خدائے دا غواړي
ځکه جام دَ مينې دَ الله شبؔير هم څښلے دے