نه ده عجيبه دا چې هغه مې دے خيالونو کښې
څوک چې خوش نصيب دي دَ هغوی وسي پهٔ زړونو کښې
دا ټول کائنات ټول دَ هغهٔ دپاره خدائے جوړ کړو
زوږ ئې خور پهٔ زمکه پهٔ فضا پهٔ اسمانونو کښې
خوښ دي دَ الله هغه بنديان پهٔ ايماندارو کښې
څوک چې دي مشغول ئې پهٔ عمل پهٔ سنتونو کښې
ډک دَ محبت ئې وے زړګے، درود پهٔ ژبه هم
وي دې پهٔ سنت عمل هر وختې پهٔ کارونو کښې
هر محبوب دَ خدائے دے دَ هغهٔ پهٔ وسيله سره
هم ممتاز امت ئې دے پهٔ ټولو امتونو کښې
دغه سعادت شبؔيره کم نهٔ دے لږ سوچ وکړه
نوم ئې محبينو کښې زما دے پهٔ نومونو کښې