شوق لرم پهٔ زړۂ کښې نعت زۂ دَ ليکلو
اؤ پهٔ دې کښې دَ محبوب دَ يادولو
دَ هغهٔ عظمت نه زړۂ زما خبر دے
دے مجبور لهٔ محبت دَ جذبو خپلو
پهٔ الفاظو کښې زړګے ورته خپل پيش کړم
ورنه خواست کوم دَدې دَ قبلولو
چرته زۂ چرته هغه غلط زۂ نهٔ شم
پهٔ نازک ښاخ کړم کوشش څنګه دَ تللو
يقيناً چې دَ الله هغه بنده دے
دے کوشش مې دَدې هم دَخيال ساتلو
بندګۍ کښې هم ترې مخکښې بل څوک نشته
نتيجه دَ عبده ده دَ لوستلو
دے بشر خو يقيناً خير البشر دے
بشر مثلکم کښې پهٔ اورېدلو
تاج دَ ختمِ نبوت ئې هم پهٔ سر دے
حد به ئې څه وي دَ عظمت بيانولو
چې څوک هم شو دَ هغهٔ هغه دَ خدائے دي
کوشش څنګه به نهٔ کړم پسې دَ تللو
متبع ئې محبوب ګرځي دَ الله پاک
کار مهم دے دَ سنت دَ خپلولو
اے شبؔيره چې شفيع دے دَ محشر څوک
چرته در دے دَ هغهٔ دَ پرېښودلو