دَ نبيﷺ محبت


چې دعویٰ کړې دَ نبي دَ محبت

نو عمل دے پرې لازم پهٔ شريعت


دَ توحيد درس نبي ټول عمر ورکړے

ځان دَ شرک نه به ساتې پهٔ هر حالت


دَ رسول مينه زمونږ نه تقاضا کړي

چې ونهٔ کړو دَ هغهٔ مخالفت


کهٔ سنت دَ نبي چرته کښې موجود وي

هغه پرېنږدو اؤ ونهٔ کړو بدعت


دَ هغهٔ پهٔ شان څوک نشته مخلوقات کښې

يم مئین پرې دَ هغهٔ کړم اطاعت


بس هغهٔ ته منسوب هر شے پهٔ ما ګران دے

زما زړۂ ته ئې نزدې دے هر نسبت


اهل بيت دَ هغهٔ زړۂ ته مې نزدې دي

دَ هغوی مينه ګڼم لوئے سعادت


زمونږ مياندې دَ هغوی کور والې پاکې

دَ هغوی غواړم چې وکړم څهٔ خدمت


صحابهؓ څومره نزدې وو دَ خدائے دوست ته

دَ هغوی لازم دے عشق و عقېدت


دا پېغام دَ محبت زۂ هر ځائے خور کړم

کهٔ زما هم پرې وشي قبوليت


دا منشور مې دے دَ ژوند دا مې آئېن دے

اے شبؔيره لار ده دا دَ هدايت