کهٔ لهٔ سترګو نهٔ مې پټ دے خو پهٔ زړۂ کښې دے زما
پهٔ هغهٔ زړۂ زما جوړ دے زما زړۂ ئې دے اشنا
لرې ټولو نه شوم ، صرف دَهغهٔ شومه خوشحال يم
دَ هغهٔ پهٔ محبت چې زما زړۂ دے مبتلا
دَ بيمار زړۂ مې دارو دے ، تعلق مې ورسره دے
زۂ به هم ورته ورياد يم ذکر کړے ئې چې دے ما
مونږه ئې جخت کړلو خپل ځان ته دَ رحمت حد ئې څهٔ نشته
پهٔ مونږ څومره مهربان دے دا زمونږه خوږ الله
دَ شېطان ټول اميدونه پهٔ اوبو باندې لا هو شي
پهٔ توفيق دَ خپل رب باندې چې څوک وباسي توبه
اے شبيؔره دَ خپل نفس دپاره پرېنږدې جانان خپل
خدائے زمونږ دے غېرتي دا دَ غېرت ده تقاضا