زۂ پهٔ ياد کښې ئې مشغول يم


زۂ پهٔ ياد کښې ئې مشغول يم اؤ سکون محسوسوم

زړۂ خپل ډک لرم لهٔ ياد ئې ، هم پرې ژبه خوزوم


ټول ذرات کهٔٔ مې دَ جسم شو مشغول پهٔ ذکر باندې

نو دَ داسې سعادت به شکر څنګه زۂ کوم


کاش هر وخت مشغول پهٔ ذکر وے چې زۂ هم ورته ياد وے

زۂ کهٔ خېر وي دا عادت به مستقبل کښې جوړوم


زړۂ مې تخت دَ تجليو دے دا هم عرش اصغر دے

پهٔ دې عرش باندې به څنګه بيا زۂ بل څوک کښينوم


دا دنيا خو يو ظلمت دے دې پسې ولې مړهٔ کيږو

دَ الله مينه رڼا ده پهٔ دې ځان روښانوم


تکليفونه دې دنيا کښې دي پوڼکۍ دَ درجاتو

عافيت غوښتل پکار دي پهٔ دې هم ځان خبروم


کاش چې زړۂ زما قبول شي نور اعضاء خو ئې خادمان دي

دَ الله پهٔ احکاماتو به دا ټول مشغولوم


زما سترګې پهٔ هغهٔ دي اے شبيره ورته غوږ يم

چې مې زړۂ دے دَ هغهٔ ، پهٔ ذکر شونډې خوزوم