اے زړګيه اوس راځه چې هغه ياد کړم
تاپهٔ ياد دَ هغهٔ ښکلے اؤ اباد کړم
چې هغهٔ سره منسوب غم وي غم نهٔ دے
دَ هغهٔ پهٔ غم خو خپل زړګے زۂ شاد کړم
چې پهٔ قېد وي دَ هغهٔ هغه ازاد دے
دَ هغهٔ پهٔ قېد اوس خپل ځان هم ازاد کړم
ډېر څيزونه دَ زړګي مې ويراني ده
لږ مانوس ورسره خپل زړګے برباد کړم
چې پهٔ ياد ئې خپل ځان هېر کړو اے شبيؔره
دَ خپل ځان دَهېرولو ئې استاد کړم