نعره يو مستانه دَ زړۂ


ډکه ده دَ مينې دَ شرابو مېخانه دَ زړۂ

زړۂ زما چې کله نه دے شوے نښانه دَ زړۂ


زړۂ کښې مې چې کله نه راغلے دے جانان زما

وينمه چې ډکه ده دَ مينې پېمانه دَ زړۂ


زړۂ مې دَ هغهٔ، هغه زما، څنګه ئې پرېږدمه؟

ډکه ده دَ مينې دَ هغهٔ چې مې خانه دَ زړۂ


زړۂ کښې مې هغه دے دَ هغهٔ پهٔ کور کښې ناست يمه

ښکلے تصور مې دے رامخکښې جانانه دَ زړۂ


شور کښې دَ دنيا عقلونه ورک شولو شبيؔره خېر

څوک خو دې نن واوري دانعره يو مستانه دَ زړۂ