مينه دې دنيا کښې آفاقي لره
زړۂ کښې پهٔ هر وخت کښې عاشقي لره
دا دَ دنيا مينه خو مرض دے ټول
بس يو دَ هغهٔ سره دوستي لره
مهٔ کوه هېڅ وخت کښې چالاکي کله
قول اؤ پهٔ عمل کښې سادګي لره
ټول هر څهٔ فاني دي دا فنا به شي
ځکه زړۂ کښې يو هغه هستي لره
هر يو عمل ستا دَ ګناه ډک خو دے
دې باندې توبه اؤ پښېماني لره
څومره ښکلے رب زمونږ پهٔ زړۂ کښې دے
دې باندې دَ شکر يو مستي لره
زړۂ زما سجده کښې ورته پروت دې وي
در دَ هغه ځائے تهٔ دَ تندي لره
تا وته اعلان دَ ملاقات چې کړي
کورته ئې پنځه وخته حاضري لره
مخکښې چې ولاړ ورته تهٔ کله يې
زړۂ کښې ورته ګوره يکسوئي لره
دوست چې دَهغهٔ دے ستا هم دوست شولو
زړۂ کښې ئې دښمن ته دښمني لره
غواړه دَ هغهٔ نه ، ورکونکے دے
طمع لهٔ بل چا مهٔ پهٔ زړګي لره
شان دَ لويَۍ بس هغهٔ سره ښائي
اے شبيؔره زړۂ کښې عاجزي لره