عنوان دَ مينې


چې پهٔ زړۂ باندې وګورم ، وګورم عنوان دَ مينې

خود پهٔ خود ځکه شروع مې شي پهٔ خولهٔ بيان دَ مينې


زۂ کمزورے يم هر چاته رسېدے نه شم دنيا کښې

چې هر چاته مې ښودلے وے ښائسته جهان دَ مينې


اول مينه تهٔ صحيح کړه بس پهٔ خدائے باندې میٔن شه

بيا لهٔ هر څهٔ نهٔ يکسو شه طالب جوړ کړه ځان دَ مينې


پهٔ مجلس دَ عاشقانو ښهٔ ورګډ شه هيله مه کړه

پهٔ تندي کښې اؤ پهٔ زړهٔ کښې دې کړه جوړ نشان دَ مينې


دا پېغام دَ مينې خور کړه چې خبر پرې ټول عالم شي

لهٔ پاکوالي لهٔ وسعت چې شي خبر انسان دَ مينې


اے شبيؔره مفاداتو اور بل کړے دے دنيا کښې

وښايه دَ خدائے پهٔ فضل دوی ته اوس ګزران دَ مينې