چې دَ خدائے سره پهٔ مينه هر څهٔ کيږي
نو دا مينه به بيا څنګه حاصليږي
کهٔ عمل پهٔ څو خبرو وکړو چا نو
زړۂ کښې مينه دَ هغهٔ به داخليږي
دَ الله ذکر کثرت سره کول دي
دې سره زمکه دَ زړۂ رو رو نرميږي
چې صحبت دَ محبت والو نصيب شي
محبت بيا لهٔ هغویٔ منتقل کيږي
دَ مرګ ياد کهٔٔ ورسره هم شي ملګرے
چې منزل دَ آخرت ورته ياديږي
دنيا دارو سره ناسته پاسته پريږدي
چې دنيا باندې بيا دے نهٔ مئینيږي
دَ الله دَ مينې نُور به ورښکاره شي
دنيا دارو نه به خپله بيا پټيږي
دغه مينه سمندر دے حد ئې نشته
چې پهٔ دې شي څوک روان نو نهٔ ختميږي
تړقېدل وي پهٔ نصيب دَ عاشقانو
بې لهٔ دې دوی اے شبيؔره نهٔ صبريږي