کړه


لهٔ قران نه تهٔ دَ مينې درس حاصل کړه

ځان محبوب سره پهٔ دې باندې واصل کړه


هر هر لفظ دَدې کلام ډک دے دَ نور نه

پهٔ دې نور باندې معمور دا زړګے خپل کړه


ته پهٔ لار دَ مينې زړۂ سره روان شه

تصور پهٔ دغه لار دَ خپل منزل کړه


رواني مشابهت دَ فرښتو ده

دوہ ګونه اجر حاصل دَ هر مشکل کړه


اړول لهٔ دې نه مخ دا محرومي ده

پوه پهٔ دې تهٔ پهٔ ښهٔ شان خپل نفس جاهل کړه


دَدې دور جاري ساتل دي همېشه ښهٔ

خپل زړګے دَدې پهٔ دور باندې مائل کړه


شي نصيب دې دَ قران خدمت زما تل

اے شبيؔره هره ورځ خوند ئې څْکل کړه