تعليم اؤ جهالت



کوم تعليم چې لهٔ الله غافلوي

يقيناً بيا هغه زړهٔ بربادوي


جهالت بيا دَ هغې تعليم نه ښهٔ دے

دَ شېطان نه چې استاد پرې جوړوي


جهالت دَ خدائے کېدلو نه غفلت دے

علم خلق دَ خپل خدائے نه خبروي


باطني علم دے علمِ معرفت بس

چې پهٔ کوم باندې څوک ځان دَ خدائے کوي


انما يخشۧ الله نه پس قران کښې

من عبادہ العلماء راځي


نو دَدې نه سبق واخله تهٔ شبيؔره

دغه علم و جهالت څهٔ ته وائی