نمونځ


نمونځ دے څه؟ ځان پرېښودل خدائے اخستل دي

عاجزۍ سره ئې مخکښې ودرېدل دي


کنکشن ملاوَول دَ خدائے سره دي

اؤ خبرې رب سره پکښې کول دي


دي اعمال پکښې موجود دَ بندګۍ نو

دې سره دَ خدائے بنده ځان جوړول دي


دَ سجدې پهٔ ځائے نظر زمونږ پکار دے

پهٔ قيام کښې چې خشوع حاصلول دي


تصور کړه دَ مسجود مخکښې ولاړ يم

اودهٔ مهٔ يه شه پهٔ هوش ځان ويښول دي


کهٔ مشکل وي تصور کړه دَ کعبې بيا

تصور کښې کعبه مخکښې راوستل دي


کهٔ دا هم ګڼې مشکل نو پهٔ سوچ سوچ بيا

دَ کچه حافظ پهٔ شان الفاظ وئيل دي


پهٔ هر رکن کښې شامل دَ زړۂ پهٔ نيت شه

چې اعمالو کښې خپل زړۂ شاملول دي


خپل منشور دَ ژوند بيا وايه هر رکعت کښې

دَدې ښهٔ احساس پهٔ زړۂ کښې کښېنول دي


ستا قيام پهٔ عاجزۍ دې مزين شي

عاجزۍ سره رکوع کښې ټيټېدل دي


بيا مقام دَ عبديت يعنې سجده کښې

دَ مالک مخکښې سر دې کښې کښېښودل دي


التحيات کښې تهٔ معراج بيا مستحضر کړه

نمونځ کښې خدائے سره خپل ځان ملاوَول دي


دَ خدائے حکم دَ درود دَ استؤ دے

پهٔ دې حکم باندې هم عمل کول دي


پهٔ دعا کښې لهٔ خپل رب غواړه چې غواړې

څومره تهٔ ، پهٔ عاجزۍ دغه غوښتل دي


کهٔ دا نمونځ شولو صحيح ستا اے شبيؔره

ژوند بيا دغه شان پهٔ دې شان تېرول دي