نعمتونه تهٔ پهٔ شکر زياتوه
پهٔ دې لاره کښې خپل ځان فنا کوه
چې لهٔ ذکر کوم حاصل روحانيت شي
پهٔ خپل ګاډي کښې دَدې تېل اچوه
اؤ بيا خوان نه دَ نعمت دَ الله پاک تهٔ
نعمتونه مختلف خوره اؤ خوروه
پهٔ هغهٔ نظر ساته هغهٔ ته ګوره
داسې ځان خپل دَ هر شر نه بچ کوه
بيا شبيؔره دَ خدائے مينه کښې شعرونه
جذب دپاره پهٔ محفل کښې اوروه