يو چېنل پهٔ زړهٔ کښې دننه دَ الهامِ رباني دے
بل چېنل دَدې سره دَ وساوسِ شېطاني دے
دا دویم چېنل بنديږي دَ الله پهٔ ذکر باندې
ځان دې پيش کړي خپله شېخ ته چې دَدې څوک ارماني دے
کله ښهٔ کله خراب وي کله شوق کله زړهٔ بند وي
پهٔ دې باندې حېران نهٔ شې دا مزاجِ انساني دے
عبادت کښې کهٔ پوهېږې چې دَ خدائے مخکښې ولاړ يم
ځان ښهٔ سم کړه پهٔ دې باندې، کېفيت دا احساني دے
شبيؔر هېڅ نهٔ دے عاجز دے دے ناپوهه اؤ بېکاره
دا اشعار وئیل برکت خو دَ اشرف سليماني دے