رب زمونږه پاک الله دے دي دا چا چې هم وئېلي
اؤ پهٔ دغه عهد باندې عمر ټول دي پاتې شوي
دَ مرګ مخکښې فرښتې به بشارت ورکوي دوی ته
شي هغو کښې به شامل چې دَ الله دي نازولي
مهٔ ويرېږه اؤ مهٔ غم کړه مونږه تاسره وو دلته
تهٔ زمونږ سره روان یې مونږه وو دَ ستا ملګري
دَ جنت زېرے قبول کړه وعده تاسره دَدې وه
هلته رنګ پهٔ رنګ مزې دي ټول څيزونه دي ډېر ښکلي
هلته ژو ند دَ زړۂ دَ خوښې چې څه غواړې شي ملاؤ به
مبارک دَ ستا دا ژوند شه اوس کړه هېرې ورځي تلي
خدائے غفور رحيم پهٔ تادے مهربان لهٔ حد نه زيات نن
مېلمستياچې دَ هغهٔ ده نو به څهٔ وي پاتې شوي
خدايه ته پهٔ فضل خپل اوس شبيؔر هم دوی کښې شامل کړې
دَدې وخت نه څهٔ کار واخلم چې دَ تېز اس پهٔ شان زغلي