پهٔ قبر کښې رڼا دَ پاک الله دَ معرفت وي
سورة دَ ملک دَ کوم چې هره شپهٔ کښې تلاوت وي
يا کنده دَ دوذخ وي پکښې مړے معذب وي
يا دا باغ دَ جنت وي پکښې هر يو سهولت وي
سوالونه دَ منکر نکير چې کيږي به زما نه
دَ بره نه زما دَ پرېښودو دې اجازت وي
چې کله دَ حضرت مبارک مخ پهٔ نظر راشي
هغوی نه هم پهٔ ما دې بيا نظر دَ محبت وي
قران اؤ نمونځ ملګري کړې زما قبر کښې خدايه
حاصل دې ماته هلته دَ روژې هم رفاقت وي
کِړکۍ دې دَ جنت راته شي بيرته هغه ځائے کښې
پهٔ يخو هوا ګانو دې حاصل راته فرحت وي
پهٔ دې دارلعمل هغه اعمال راته نصيب کړې
قبول چې شي ، حاصل راته بيا هلته عافيت وي
ما بچ کړې دَ متيازو دَ قطرو دَ ناپاکۍ نه
پهٔ قبر کښې سزا اکثر لهٔ دې چې دَ غفلت وي
پهٔ قبر کښې يواځې دې شبيؔر نهٔ وي اے خدايه
ستا دلته ، پهٔ جنت کښې، هم دې هلته معيت وي