هر څوک ئې مني خو پېمایٔش کښې دا راتلے نهٔ شي
هر څهٔ پرې اسان شي خو بيا هم ئې څوک ليدے نهٔ شي
وخت ، مال ، پهٔ اعمال کښې برکت دَ چا نصيب چې شي
ډېر وي خوش نصيب ورنه بيا څوک هم مخکښې تلے نهٔ شي
دا دَ الله فضل دے ، هنر نهٔ دےٰ ، کمال نهٔ دے
ورکړه دَ الله چې نهٔ وي څوک ئې اخستے نهٔ شي
څوک چې تقویٰ دار وي لاره جوړه کړي الله ورته
دا دے کرامت نو بې لهٔ دې حاصلېدے نهٔ شي
مهٔ مره پهٔ دنيا پسې شبيؔره بې وفا ده دا
دا همېش پردﺉۍ وي کله دا هم خپلېدے نهٔ شي