لږ سوچ وکړه غصه څومره حماقت دے
ستا دَ نفس دَ جهل دا يو علامت دے
تهٔ دَ نورو دَ غلطيانو سزاوار شې
نقصاني ستا دَ غصې دغه حرکت دے
پهٔ وخت سوچ نهٔ کړې بيا ورستو پرې پښيمان ئې
دَ غصې انجام بېشکه ملامت دے
زړۂ کړي نرم چې خبره څوک کړي نرمه
اؤ غصې سره تباه څومره محنت دے
غصه خدائےدپاره ښه ده بده نهٔ ده
چې دَ نفس دپاره وي نو جهالت دے
دَ دښمن ضرورت نهٔ لرې شبيؔره
کهٔ غصه کول بې ځايه ستا عادت دے