ستا اعمال به ټول ضائع کړي چې دا ستا خود پسندي ده
لږ سوچ وکړه دې حالت کښې دَ زړۂ څومره ګندګي ده
کاش پهٔ زړۂ دې دا ارمان وے چې هغه رانه خوشحال شي
مخکښیني سوچ کښې پستي ده پهٔ دويم کښې بلندي ده
ته کهٔ غوث ئې خپل نظر کښې دَدې څهٔٔ فائده ده تاته
دا فضول سوچ دې زر پرېږده چې هم دا عقلمندي ده
سوچ دَدې کړه چې نظر کښې دَ هغهٔ ښهٔ شې هر وخت تهٔ
دَ بل غېر نه کول طمع يو فضوله پابندي ده
ګټه خپله ضائع نهٔ کړې پهٔ هېڅ حال کښې اے شبيؔره
دَ ريا ځنې ځان بچ کړه دغه ښه هنر مندي ده