تماشه چرته جوړ نهٔ شې تهٔ دَ لارې تماشو کښې
چې تهٔ ورسې خپل يار ته، خيال ساته دغه کوڅو کښې
لاره کومه چې هغهٔ طرف ته تلي پهٔ هغې ځه
پهٔ لار تېز ځه ښهٔ پهٔ هوش هره لمحه کښې يه پهٔ تلو کښې
ته دَ لارو پهٔ شناخت کښې کمے ونهٔ کړې هېڅکله
هغه ياد ساته هر وختې چې څهٔٔ دي اصلي نقشو کښې
رهبر ولټوه ښهٔ ، دا ستا دَ لارې ضرورت دے
ګني ئې به بيا هر وختې پهٔ نقصان اؤ پهٔ خطرو کښې
کمے کله هغه نهٔ کوي پهٔ ورکړه کښې شبيؔره
مطمٔن شه پهٔ هغې چې ستا حصه ده پهٔ حصو کښې