کاش زما پهٔ شاعرۍ باندې څوک پوه شوے
زما داسې بې وسۍ باندې څوک پوه شوے
زۂ دَ روح پهٔ اواز څنګه کړمه پوه ټول
چې پهٔ دې کښې دي خوبۍ باندې څوک پوه شوے
دَ زړۂ غوږ دَ زړۂ خبره اورېدے شي
دا چې ده پهٔ دې کمۍ باندې څوک پوه شوے
نفس شېطان کله پرېږدي څوک اورېدو ته
نو ددو پهٔ بدمعاشۍ باندې څوک پوه شوے
بس مدد به لهٔٔٔ الله غواړو شبيؔره
چې هغه چې څهٔٔ خوښیٔ باندې څوک پوه شوے