پېسه


دَدې دور دے دَ دوستۍ عنوان پېسه

دَ هر چا دے دَ زړګي ارمان پېسه


خلق دې کښې اطمينان ګڼي سوچ وکړه

درکوے څنګه شي اطمينان پېسه


عزت خرڅ کړي دَ پېسې دپاره هغه

دَ لذاتو چې ګڼي سامان پېسه


لذتونه پېسه خاورو کښې ملاؤ کړي

چې مقصود جوړ کړي څوک هم دَ ځان پېسه


هر طرف ته دَ پېسې تشهير ښکاريږي

کاش چې جوړ کړي ستا هغه جهان پېسه


يو نسخه دَ ديوانه هم لږ پهٔ غوږ کړیٔ

مهٔ ګڼیٔ کله دَ زړۂ درمان پېسه


اخرت کښې شي پکار کهٔ ئې مخکښې واستے

دے چې ځان سره ئې ساتې نقصان پېسه


پهٔ جائزہ کهٔٔ دا نهٔ وي نو ئې پرېږده

ګني کړي به تا ډېر زيات پرېشان پېسه


پهٔ حلاله طريقو کهٔ شي ملاؤ دا

بيا دَ خېر شي جوړيدے سامان پېسه


زياتوي خدائے صدقه اؤ غورزوي سود

وکړه غور چې څهٔٔ ګڼي قران پېسه


دَ انجام نه دَ قارون عبرت لږ واخله

جوړوے ستا نه هم شي شېطان پېسه


جنت درې ځله شبيؔره چې چا واخست

څهٔٔ ګڼي وکړه لږ غور عثمان پېسه