يو سوچ


څهٔٔ بلا ده تصويرونه ، ځان پرې خلق مړهٔ کوي

دَدې داسې شوق دپاره ځان دوزخ ته اچوي


دا پهٔ کور کښې چې ساتي نو څهٔٔ نقصان دې سره کيږي

فرښتو نهٔ دَ رحمت کورونه خپل محروموي


کهٔ وي سپے کور کښې يا وي تصوير پهٔ کور کښې دَ جاندار نو

دا زنځير دے دَ شېطان لوئے پهٔ دې خلق ځان تړي


دَ رحمت نه ځان محروم کړي رحمت څومره لوئے نعمت دے

کاش چې پوه وے پهٔ دې باندې ځان سره دوی څهٔٔ کوي


شېطانان البته دلته شي راجمع ښهٔ بې غمه

وسوسې زړونوکښې اچوي اؤ خلق جنګوي


تلاوت ذکر دې کور کښې کهٔٔ هم کيږي فائده نهٔ وي

بيا جذبه دَ حق پهٔ زړۂٔ کښې پهٔ دې حال کښې نهٔ رځي


دَ رحمت لهٔٔٔ دنيا لر شي دَ شېطان پهٔ دنيا سر شي

پهٔ دې ګند ځان ښهٔ لت پت کړي اؤ دا ګند هر وخت څټي


دَ جادو دپاره دوی بيا دَ اسانې معمولان شي

دوی دې کور ته بيا دَ خپل مطلب فوجونه رالېږي


موسيقي کهٔ ورسره شي ، شي مزې دَ شېطانانو

بيا دې کور کښې شېطانان پهٔ مزه بنګړې اچوي


زړونه تنګ شي پهٔ دې کور کښې پهٔ جنګونو خلق سر شي

عجيبه غوندې شوقونو باندې ځان مشغولوي


کهٔ وي ټي وي پهٔ دې کور کښې دَ غفلت يو طوفان راشي

دا لهٔٔٔ کور تلاوتونه اؤ ذکرونه ختموي


غېر محرم ته خلق ګوري ګنهګار نهٔ ګڼي ځان څوک

ګناهونه ځان دپاره پهٔ دې نور هم سختوي


اندازه دَ نقصان وکړه چې کوم کور کښې داسې حال وي

شېطان ګاډے بيا دَدوی دَ نفس پهٔ خپله چلوي


دے دَ نفس دَ خواهشاتو اور نور هم تېز کړي نو بيا دے

دَ ګناه پهٔ مېدانونو دغه خلق لوبوي


دا آلې چې دجالي دي پرېښودل دي اے شبيؔره

نيسه لاس دَ هغه کس چې څوک دې خدائےته رسوي