څوک چې فسق ته عشق وائی لۂ مقام خپل اړتاويږي
بيا چې عشق څوک فسق ګڼي نو هغه څومره محروميږي
حق دے دا چې حق پرېږده مه اؤ با طل ته نزدې ځه مه
اور نه بچ به شي کخېروي چې لهٔ فسق نهٔ بچ کيږي
فاني حسن ته مهٔ ګوره دَ حسنِ ازل طالبه
ګټي هغه چې منل کړي اؤ پهٔ حکم ئې چليږي
وي به ويرې اؤ پهٔ غم کښې چې لهٔٔٔ ويرې ئې څوک ازاد دي
لهٔٔٔ غم ويرې به ازاد وي ورنه نن چې څوک ويريږي
پړدې سترګو باندې واچو پرده دار چې بې پردې شي
سترګې پټې دَ هغوی وي چې پهٔ شر ئې نهٔ پوهيږي
کاش چې پوه پهٔ خپل نقصان شي اے شبيره احساس وکړي
ځان پهٔ ياد د خدائے کړي بچ لهٔ شر نه کوم چې وررسيږي