دَ تيرو دَ لارو مسافر


خپل نظر مرکوز کړه لږ پهٔ ځائے دَ امتحان

سوچ لږ غوندې وکړه دَ غزل پهٔ دې عنوان


ځي چې پهٔ تيرو کښې وي اؤ ورک ترې منزلونه وي

چرته کښې به رسي چې پهٔ دې لار وي روان


څوک چې زهرغواړي اؤ پهٔ دې باندې مئن وي بس

کور کور ته رسیٔ دوی وي خوارهٔ پهٔ کل جهان


نهٔ غواړي رڼا چرته ، سپوږمۍ سره پهٔ جنګ وي دوی

غواړي چې سپوږمۍ پهٔ پوکو مړه کړي پهٔ اسمان


عقل سره ډزې کړي ګلشن خرابوي خپله

بد لګي پهٔ دوی دَدې ګلشن څومره باغبان


ډډه کړي لهٔٔٔ حق ځنې باطل سره ملګري دي

لګي بد پهٔ دوی باندې دَ حق هر ګلستان


دادي پاګلان ، بدبخته، خپله ځان وته کار ګوري

دوی پهٔ دې دنيا کښې دَ هر خېر دي دښمنان


ټولې خزانې دَ دې دنيا قبضه کول غواړي

دا بدبخته ټول دَ تباهۍ دي داعيان


دوی خپله قبضه کښې ټول اسباب دَ معيشت کړلو

غواړي چې هر ځائے کښې حکومت شي دَ شېطان


دوی دَ ماديت ، بې حيايَۍ هر ځائے تبليغ کوي

غواړي چې قابو کړي پهٔ دې هر يو مسلمان


دوی دَ مسلمان پهٔ دولت نور مسلمانان وهي

نن صبا ساده شو څومره مونږ مسلمانان


دغه لوټ چې ويني نو عوام مسلمانان ژاړي

نه وهي غوږ دې باندې بالکل حکمرانان


لار چې دَ دوزخ ده دا بدبخته دي روان پهٔ دې

ده دنيا جنت ئې ، هلته وي به دوزخيان


ښهٔ پوه دي حسد اؤ دَ کينې دَ وجې داسې دي

دې کښې شايد دوی خو وروستو پرېښے دے شېطان


مغضوب عليهم نهٔ ټيک کيږي پهٔ کوشش باندې

ځان خپل بچ کوه ترې ، راته مخکښې دے قران


انعمتَ عليهم پهٔ نظرکښې بس ساتل دي اوس

لاره ده بيا نېغه ، دے منزل بيا ټول اسان


دي څلور قسمونه دَ انعمتَ عليهم ګله

يودي انبياء دوېم صديقين درېم شهيدان


هم صالحين دوی سره شامل پهٔ دغه لسټ کښې دي

ټولو کښې موجود زيات دي بس دوی پهٔ دې زمان


دوی سره شامل کهٔٔ ئې نو دغه به کمال وي ستا

ضآلين سره يو نهٔ شې ګني کړې به ارمان


ضآلين پوهول دي دے دا فرض منصبي زمونږ

دي ښودل رڼا دوی ته دليل اؤ پهٔ برهان


کوم مسلمانان چې شي هغه زمونږه وروڼه دي

څومره ښایٔسته ښکاري به دا دَ حق ګلان


نهٔ مني کهٔٔ حق دوی شي مغضوب عليهم سره

دي بيا دښمنان چې دَ هغوی شولو دوستان


دا ده فيصله دَ وخت پکار ده چې شبيؔره بيا

ومني پهٔ ځان ټول چې کلهم دي مؤمنان