رومي



دَ طريق جذب يو ښکلے ترجمان رومي ښکاريږي

پهٔ اسمان دَ معرفت دے لکه ستورے اؤ ځليږي


دَ الله دپاره دهٔ خپل ځان فنا کړلو باقي شو

فېض دَ شېخ ئې مثنوي کښې کړلو بند اوس ترې خوريږي


چې کوم اور دَ دهٔ دَ شېخ پهٔ زړۂ کښې بل ؤ دهٔ ترې و اخست

دغه اور دے مثنوي کښې، لمبې ځکه ترې نهٔ خيږي


دا اشعار دي ملغلرې دي دَ جذب ترجمانې

دا تحفه ده يو دَ مينې هغه کس ته چې پوهيږي


پهٔ دعوت دَ بې خودۍ ئې دَ خودۍ ورکؤ زېرے

دَ فنا بقا پهٔ لار کښې اے شبيؔره داسې کيږي