فکر دا زما جوړيږي نن صبا
دَ امت به څهٔٔ چل کيږي نن صبا
لهٔٔٔ هر لور دَ مصائبو خولې دي وازې
څوک پهٔ مونږ نهٔ خفه کيږي نن صبا
هر طرف بې حيائی ده شروع شوي
اؤ زمونږ ځنې تاويږي نن صبا
دَ رذيل فکر دنيا کښې هر ځائے عام شو
شريفان دي چې کړيږي نن صبا
دَ دولت پهٔ پېمانه تللے کيږي
ټول کارونه چې کوم کيږي نن صبا
دَ ځان خيال دَ مسلمان نه جوړې ورک شو
خپلې پښې وهلے کيږي نن صبا
شي زمونږه پهٔ پېسو وسله تياره
بيا زمونږ خلاف چليږي نن صبا
ټول کفار مخالفت کښې راته يو دي
مؤمنان پرې نهٔ پوهيږي نن صبا
دَ الله دَ مدد ژوند لهٔٔٔ مونږ شو پاتې
شبيؔر ځکه خو ژړيږي نن صبا