دَ ليلیٰ مينه شوه زياته دَ مولیٰ محبت کم شو
فارمولا شوه دغه جوړه دا دَ عقل جوړ ماتم شو
دنيا څو ورځې ژوندون دے ولې دې باندې مړ کيږې
دَ اخر طلب اصلي، لهٔٔٔ زړۂ نه ولې کالعدم شو
لهٔٔٔ دنيا جوړ حقيقت شو اؤ جنت يو افسانه شوه
دَ زړۂ حال به څهٔٔ جوړيږي چې پرې دا ظلم و ستم شو
زړۂ دے ډک دَ نمونځ ګزار نن لهٔٔٔ ګندونو دَ دنيا نه
پروت کهٔ سردے پهٔ سجده کښې خو دَ زړۂ مالک صنم شو
اخرت ښهٔ اؤ باقي دے پهٔ قران کښې دا رب وائی
کهٔ دَ چا عقل نصيب وي نو دا قول پرې ورمحکم شو
دَ شېطان اؤ نفس شبيؔره لاس کښې څومره به لوبېږې
تزکيه دَ خپل نفس وکړه دَ ا مې خيال پهٔ زړۂ راسم شو