رېبې هلته به چې دلته څهٔٔ کرې تهٔ
شې محروم به کهٔ کوې دلته نخرې تهٔ
دلته وژاړه توبه وکړه ګني نو
هلته ژاړې به کهٔ لاړې بې توبې ته
پهٔ ټيټ سر پهٔ چپهٔ خولهٔ کار کښې تهٔ جوت شه
ظالم نهٔ شي مهٔ کوه مطالبې تهٔ
کوم عمل چې پهٔ اخلاص درته نصيب شي
کوه شکر ، ددې خېر به ووينې تهٔ
لمن کلکه دَ شېخ خپل ونيسه لاس کښې
خطرات دي ګېر چاپېر کهٔ دا پرېږدې تهٔ
تش پهٔ علم خلاصے چرته دے شبيؔره
کهٔ عمل پهٔ دغه علم نهٔ کوې تهٔ