زۂ لهٔٔٔ خدائے غواړم الله


نه پهٔ آه باندې مئن يم نهٔ پهٔ واه

خدائے دپاره زۂ لهٔٔٔ خدائے غواړم الله


بس بنده دَ هغهٔ جوړ شم هر حالت کښې

شي هغه دې رامدد دا کړم دعا


دَ ايمان دولت هغهٔ راته راکړے

اوس دَدې دولت ترې غواړمه بقا


زۂ طلب دَ هدايت ترې کړم هر وختې

نېغه لاره کړي نصيب مې دَ هدٰۧیٰ


زۂ اګرچه ګناهونو کښې لت پت يم

بيا هم غواړم دَ کرم ترېنه نګاه


دَ کږو لارو نه غواړمه امان ترې

طريقه دَ محمد غواړم صفا


زهٔ چوغه ، دستار بندي ، قبه نهٔ غواړم

غواړم زۂ ترې چې مقبوله وي ادا


دَ هغهٔ دَ محبت يمه طالب زۂ

دے خبر پهٔ مدعا چې ده زما


خدايه خپل کړې ما پهٔ خپل فضل تهٔ خدايه

خدايه غواړمه لهٔٔٔ ستانه ستا رضا


کرم وکړې اے کريمه پهٔ ما باندې

دَ کرم نظر دې غواړم همېشه


فراست دَ عمر صدق دَ صديق اؤ

دَ عثمان غواړمه زۂ جود و سخا


دَ علی دَ شجاعت نه مسلح شم

دَ حسن پهٔ طريقه شم با وفا


دَ شبيؔر سجده شبيؔر هېره کړي څنګه

ستا دپاره زۂ پهٔ تا شمه فدا