وبيالې چې ځان څومره دومره به ګټل کوې
وغورزوې ځان چې خپل هله به بره تلل کوې
خاورې سره خاورے شه خاوره جوړېدل زده کړه
دې پوړۍٔ دَ خاورو باندې بره به ختل کوې
زړۂ نه دې غېر وباسه يو پهٔ دې کښې پرېږده بس
وينې چې هغه ، څنګه به لاس بل ته نيسل کوې
مرګ نه مخکښې مړ پهٔ تصور کښې دَ ميزان شه تهٔ
دې دپاره تهٔ به استعمال دَ وسائل کوې
خيال ساته چې تهٔ يوه لمحه کښې هم غافل نهٔ شې
اؤ پهٔ عبادت به ورته ځان نزدې کول کوې
دے مشکل شبيؔره کهٔ دې زړۂ ورته ونهٔ سپارهٔ
زړۂ ستا ئې امانت دے ورته دا به رسول کوې