کړه پهٔ فضل خپل قبوله مې توبه


کړه پهٔ فضل خپل قبوله مې توبه

خدايه درست کړې دا خراب حالت زما


ستا پهٔ فضل مې پهٔ دې اسقامت وي

دې نه پس تېر کړم زۂ ژوند صفا سوترا


زما سترګو ته حيا داسې نصيب کړې

غېر محرم ته چې ونهٔ ګوري دوی بيا


هم غوږونه زما دواړه حيادار شي

دوي وانهٔ وري چې غلطه وي صدا


ژبه هم زما مشغوله شوے پهٔ ذکر

تر پهٔ ذکر همېشه دې وي دا ستا


سستي پرېږدم دَ چستۍ نه کار زۂ واخلم

زۂ شبيؔر خالص بنده شم دَ الله