توبه



لهٔٔٔ ګناه ځان بچ کول کړه کهٔ وشي توبه کول کړه

توبه ګار دَ خدائے پاک خوښ وي خدائے پهٔ دې خوشحالول کړه


کهٔ تهٔ څومره ځان اوچت کړې هغه ډېر لهٔٔٔ ستا اوچت دے

ځان لوئے مهٔ ګڼه هېڅکله صرف هغه لوئے ګڼل کړه


کرم ډېر دَ رب وسيع دے تهٔ جولۍ وته کړه بيرته

مستحق مهٔ ګڼه ځان خو ولې مهٔ مايوسېدل کړه


پهٔ عاجز دے مهربان عاجزي ولې خپلوې نه

دَ منلو پهٔ تابيا تهٔ مخکښې ځه نور مخکښې تلل کړه


هغهٔ خپله خپل محبوب ته طريقې خوښې ښودلي

نو پهٔ دغه طريقو باندې محبوب ئې جوړېدل کړه


دَ هغهٔ طريقې ښکلي زمونږ ولې خوښې نهٔ دي

دهوکه نهٔ شې ځان خبر کړه دَ دښمن ئې مهٔ منل کړه


خواهشات دَ نفس زمونږه ډېر راښکل کوي دا زړهٔ مو

خو جائز چې کله نهٔ وي دا پهٔ زور دباؤول کړه


دے دا نفس لکه دَ ګاډي اؤ دا زړۂ دَدې ډرايیٔور دے

دے ډرايیٔور ته تربيت ښهٔ پهٔ دې وجه ورکول کړه


تربيت دا چې دے پوه شي چې منزل زما کوم ځائے دے

لاره کومه دَ منزل ده پهٔ دې باندې ئې پوهول کړه


چې رهبر صحيح ملاؤ شي نو پهٔ لاره تلل اسان شي

پهٔ دې پوه شه هر مشکل نه ځان هم دغه شان وېستل کړه


سلسلو دَ برکت نه کړه تائید حاصل دَ خدائے بيا

پهٔ تائید دَ خدائے پهٔ لاره دَ نبي سفر کول کړه


دا دَ زړۂ خبرې واوره دَ شبيؔر قلم روان دے

دے الله مالک دَ زړهٔ مو دَ هغهٔ صرف کېدل کړه