ستا دا زړۂ به بيا پهٔ وينو وژړيږي
چې مقام دې لهٔٔٔ خپل ځايه وغورزيږي
پهٔ تا باندې غېرت کړے پاک الله دے
بېوقوف دے چې پهٔ دې هم نهٔ پوهيږي
څهٔٔ چې دلته پهٔ دنيا کښې چا نال کړي
اخرت کښې به هغه رېبلے کيږي
ژړېدل پهٔ وينو نهٔ ختموي هلته
کوم چې دلته کښې پهٔ دوه اوښکو ختميږي
دَ هغهٔ شه چې محفوظ شې اے شبيؔره
دَ هغهٔ پهٔ کړو هر يو کار چې سميږي